رسیدن به آسمایی: 01.11.2009 ؛ نشر در آسمایی: 13.11.2009

اكبر كرگر

 

لږ څه د غني خان د فلسفي  ليدتوگې په اړوند

 

يوه ورځ زما خوږ ملگري اشرف هوتي  دغني خان دفلسفي نظرياتو په اړوند خبره راپورته كړه چې  ولي غني خان ته فلسفي شاعر وايو ٬ دهغه فلسفه څه وه ؟ځكه چې د هر فلسفي  په فلسفيانه افكارو كې  دهغه دژوند يو مقصد وي اونوموړي دفلسفى دروښانولو  له پاره ژوند تيروي ٬ خو هغه ان  پخپله هم خپلو ويناووو ته گډې وډې وايي .؟

 

دملگرو سره په بحث كې نوموړي دامساله مطرح كړه چې  ځينې كسان غني خان ته فلسفي اويا »ليونى فلسفي «وايي ٬ زه نه پوهيږم چې دغنې په شعر كې فلسفه څه ډول تشريح كيداى شي ؟ بل ملگري وويل ٬ هغه جرات اوزړورتيا چې په غنې كې دشعر ويلو پر مهال پيدا كيږي ٬ سارى يي په نورو كې نشته ٠ بل وويل غني يواځينى شخص اويا شاعر دى چې هر څه يي په ډاگه  اوپه جراءت ويلي دي. په هغه محدوده څو كسيزه ناسته كې هر چا دخپلې پوهې اوذهنې پانگې په اندازه څه وويل :

 

خو اصلي خبره داده چې دغني په شعر كې ډير داسې څه شته چې په ساده مخامخ كيدنې اولوستلو سره كيداى شي ناسم پوهاوى رامنځ ته  كړي ٠ سبب دادى چې غني دخپل وخت ٬ خپل فرهنگي چاپيريال اوشاعرانه احساس اوپوهاوي(معرفت)  خاوند دى ٠ زما په نظر دا به ناسمه وي چې غني په مجرد ډول دهغه ددوران له پيښو اودهغه دزلميتوب اودكورني چاپيريال اوټولنيز چاپيريال دهند دنيمې وچې له پراخه فلسفې ارزښتنو اوپښتني فرهنگ اودپښتنې ټولنې دعمده پوښتنو له مطالعې پرته مطالعه كړو ٠ 

 

كله چې غني خان له خپله ځانه راووځي اوخپل چاپيريال ويني  ٬ نو سملاسي په دې وخت كې دهغه عمده اواساسي پوښتنو ته فكر كيږي ٬ دخلقت اودكايناتو اودهغه لوى ذات سره مخاطب كيږي ٠ دا دنوموړي  هغه يونيورسل اوجامع اعتقاد څرگندوي چې دشرق په فلسفي تفكر كې ژورې ريښې لري ٠ دمثاله په توگه  نوموړې په دغه فلسفي اعتقاد كې «ملا» ددغه پيښې ديو كاذب اودروغجن اوډاروونكي  مفسر په توگه لوڅوي ٠  موږ ددې له پاره چې دغني   فلسفي ليد توگه  په عموميت كې يو څه څرگنده كړې وي   نو لومړى شرقې فلسفي تفكر ته ځغلند نظر اچوو.  هگل دشرقي فلسفي تفكر په اړوند وايي:

« دشرقي فلسفې اصطلاح په ځانگړې توگه دهغه دورې په استناد كارول كيږي ٬. چې  په هغه كې دغه شرقي استنباط- دختيزشرقي عظمت اوعموميت ٬  ـ دلويي وچې حدود ثغور اومحدوديت په باب يا  هغه ځاى اوسيمه   چې روح په كې په ذهنې توگه حكم چلوي ـ راپورته كيږي  ٠ » (۱) دهگل په باور سره په خاص ډول په منځنيو پيړيو كې دغه سترو عقايدو لومړې ايتاليي ته لار وكړه ٬ دې عقايدو په لاادرې فلسفه كې  نفوذ وكړ چې غربي روح دلايتناهي تفكر سره تر فشار لاندي ونيسي ۔ تر دې  اندازې چې كليسا يو وار بيا بريالۍ شوه  چې تله په خپله گټه درنه كړي ٠ اوپه نتيجه كي لاهوت په قاطعانه توگه مستقر كړي ٠ دهگل  په نظر هغه څه چې موږ يي دشرقي فلسفې په نوم پيژنو ٬ په دقيق ډول دهماغه  مذهبي تفكر لاره ده اوپه   كلي توگه دنړۍ استنباط په   شرقيانو پورې مربوط دى ٬ ٬ اوله مذهب څخه دشرقي تصور څيړنه له فلاسفه و سره زيات شباهت لري٬  دادرست په هماغه ډول چې مذهبي فلسفه ده  ددې په څنگ كې  واقعي علت هم څرگند وى ٠

 

هگل دشرقې اولويديځ تفكر ترمنځ توپير په دې متن كې داسې تشريح كوي چې په يونان ٬ روم اومسيحيت  كې دفردي ازادى داصل په سبب چې يونان اوان مسيحيت كې نفوذ كوي  بې له ځنډه دڅرگندو شكلونو په توگه چې شخصې اواسطوره يي يا مسيحي و ظهور كوي  نو پخپله بايد تعبير اوپه فلسفي شكل رامنځ ته شي ،خو په شرقي مذهب كې برعكس زيادتره فلسفې ياددښتونو ته رسيږو. څرنگه چې په شرق كې دفاعليت عنصر نه دى را جوت شوى ٬نو مذهبي تصورات  نه  فردي كيږي  ٠ اوديو ډول لاسبرو عقايدو اوفلسفي انديښنو لرونكي يو ٠  سره له دې چې په شرق كې هم فردي اشكال لكه «برهما» ٬ «ويشنو» او«شيوا »شته خو څرنگه چې دفردي ازادۍ عنصر په هغو كې غايب دى نو فرديت واقعي نه بلكې صرفا سطحي دى ٠ اوداسې سطحي دى  چې كله  هم داسې تصور كيږي چى دانساني هيات سره سروكار لرو نو سملاسي يو وار بيا ځان وركوو اويو ډول بې حدو حصري اولايتناهي پراختيا مومي ٠(۲)

 

دپورتني څيړنې له مخې  دغني خان په كلام كې هم يو ډول داسې معنويت سره مخامخ كيږو چې هغه دشرقي تفكر اوشرقي فلسفي نماينده گي كوي ٠ دغني دكلام يو ه ځانگړنه دا هم ده چې دهغه وينا ډيره ژوره اوپيچلې ده ځكه خو دهغه تر مرگ وخته پوري زياتو لوستونكو دهغه دكلام سره مينه نه ښودله په اصطلاح دهغه په كلام دخواصو د كلام  په توگه  دلوړ تفكر اوانديشې نه مالامال و .( ۳)

كله چې الوهيت اودكايناتو دصانع خبره مطرح ده ٠ هغه تر هر چا زيات  په دې مساله كې ژور معتقد انسان دى ٠ اودهغه اعتقاد تر دى حده پرمخ ځې چې دكرپت ٬ميكانيكي اوبازاري اعتقاد چې له دين څخه ددكان جوړوونكو له خوا وړاندې كيږي ورسره  نه پخلا كيدونكى دى ٠ غني  ددين  په ټيكه دارانو باندې  سخت په غصه كيږي اوهغوۍ رټي ٠ دلته دجنت په شعر لږ څه تم كيږو :

-------

 

جنت

 

ستا د رحمت څه حد هم شته دی ؟ ای بی حسابه ای بی پايانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، د سترګو پټه روک د ارمانه

د ملا سترګی د قهره ډکی راته قصی کوی د دړداو زور

د جانان شونډی د کوکو وږې ٬ وئ راشه او ګوره جنت کښې اور

مرګ بلی سترګی او خوری پنجی راته خوزی لحد ،نيست او عدم

شيطان ،ملا،دواړه په يو آواز وئ ، ستا ګناه ډيره ده او رحمت کم

مشرک ولاړ همسا په لاس ، قبا په وُلی دستار په سر

لاټو وزری د بلبل ايښی ، ښائی شهباز ته د ايلم سر

ښاپيرک مشر دی د کاروان ، د رڼا خيشت او سنګار لټئ

سامری ژاړی د زروبت کې ژوندون مستي او خمار لټئ

ګونګټ د سوټو په ډيرئ پورته، زيړی لولکی ته د نور بيان کئ

چينجی د خاوری په ممبر بره، قيصی د حورو او د آسمان کئ

ځکه په چغو زه د جماته لاړم په لوری د ميخانی

دی خپلو سترګو ډوب کړم تاله کړم هم شرابی کړم هم ليونی

خو چه په بدو او بدرنګو خپل لکه د سکورلو ګی او اور شمه

چې  سُر او تال مِ تياره فنا کړی د بی وسئ فرياد  ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګی بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، ای بی حسابه ای بی پايانه

 

پورتنې دجنت په نوم نظم يو نظم دى .كه دې ته فلسفي نظم ووايو فكر كوم غلطې به مو نه وي كړي ٠ فلسفي  شاعر دخپل مطلب داظهار له پاره دشعر فورم غوره كړى دى لكه په اروپا كې چې ډيرو ليكوالو اوفلاسفه و دخپل فلسفي تفكر دوړاندې كولو له پاره درامه ٬ ننداره ٬نظم اوداستان غوره بللې دې ٠ په پورتني نظم كې به دقافيي اووزن ځينې ستونزې وي خو دانديښنې اوتفكر له مخې هغه ډير ژور اواوچت دى ٠ په دې نظم كې تصوير اوتخييل كم رنگه خو دفكر ژوروالى په كې زيات دى ٠ دا مفاهيم دپام وړ دي چې وايي : 

 

ای بی حسابه ای بی پايانه

دښايست اودمينې تول

له  سترګو پټ اوله ارمانه ورك

د ملا  قهره چې يوازې  د درداو زور كيسې كوي

خو د جانان شونډی د کوکو وږې ٬چې وايي په جنت كې اور ووينه ٠

ملا يوازې  په دې ټينگار كوي چې : دمرګ بلی سترګی او خوری پنجی  خوزی ٬لحد ،نيست او عدم

شيطان ،ملا،دواړه په يو آواز وايي ،  ستا دگناه پر مقياس  رحمت ډير لږ دى ٠

اويا داچې :مشرک   شهباز ته د ايلم سرښۍ ٠

پورتنې عبارات : دخلقت په اسطوره كې دخير اوشر تناسب په باب پوښتنه راپورته كوي دغني مخاطب په شعر كې لوى ذات دى ٠ هغه په ډاگه دخدايي اوالوهيت ناسم تفسير چې دملا له خوا وركول كيږي په ډاگه كوي ٬ اودشعر په يوه برخه  كې دشيطان اوملا سره تلاقي كيږي ٠ دا ځكه چې دملا نړۍ ډيره محدوده ده ٠ تنگه ده اوپه نورو باندې يې هم تنگول غواړي ٠ شيطان په دې تنگ فكرۍ كې دملا لاشعوري ملگري دى ٠ ملا په شيطان لعنت وايي ٠ خو په واقعيت كې هغه څه چې دبشر اواشرف المخلوقات پر ضد دى  هغه ترسره  كوي ٠ يعنې دخداى رحمت محدود وي ٠  دخداى په خدايي كې حدود پيدا كوي ٠ دهغه رحمت كې كمښت جوتوي ٠ اودوزخ اوجنت يوازې دخپل تفسير له مخې څرگندوي  نه هغه ډول چې دخداى له خوا ويل شوى دى ٠

دشعر وروستۍ برخه په كلكه اوترخه ژبه دملا اوشيطان دواړو له پاره هغه سمبولونه كاروي چې  په كلتوري لحاظ په پښتنې ټولنه كې  دطفيلي اوطف طفيلي حيوان له پاره استعماليږي ٠ 

دشعر وروستئ برخه :

يعنې ښاپيرك اودكاروان مشري  ٬ دزرو په بت كې د سامري ژړا ٬ گونگټ دمرداريو د ډيريو پر سر ٠ چنجى دخاورې په ممبر  ٬ دحورو كيسې كوي ٠ نو ځكه غنې خان له جماته تښتي اوميخانې ته درومي  په داسې مهال كې سر اوتال كې تياري فنا كړي ۔دبې وسئ فرياد ژړا اوشور په حالت كې خداى ته وايي : چې اى لويه ذاته ستا ښايست او مينه څوك تللى شي ؟

چې  سُر او تال مِ تياره فنا کړی د بی وسئ فرياد  ژړا او شور شمه

نو ځان ته وايم تاته واو روم دا د مجبوره زړګی بهانه

ستا خيشت او مينه څوک شی تللی ، ای بی حسابه ای بی پايانه

 

انسان داسطورو له لارې انساني فرهنگ دايجاد پړاو ته داخل شو  ۔ په دې پړا وكې انسان  نړى اوطبعيت په يو ډول لارو چارو ايل كړ ۔ بيا يې  د يو ډول ارباب النوعيت  له دريځه  طبيعي شيان اوپديدې  تجريد كړي ۔  اوپه دې ډول اسطورې را منځ ته  شوې  ۔ دخدايت اواوخدا پرستۍ  دمفكورې  اوبيا دوحدانيت د ايديادنزول او  درامنځ ته كيدلو په اثر  دځمكې پر مخ دروح تاريخ اودمعنا تاريخ پيل  شو ۔  داسطوري په پيل سره انسان دخير اوشر اوسپنتا وناسپنتا روا اوناروا په اخلاقي اوحقوقي مانا سره رامنځ ته  شو اوحيواني ژوند انسانې اوټولنيز هغه ته داخل شو  ،فرهنگ رامنځ ته  شو .

دخلقت په اسطوره كې چې په يهوديت اومسيحيت كې راغلي   ده يوه  سرنوشت جوړوونكي برخه لري چې  وايي  خداى ادم يا لومړنى انسان ديو تكليف اويو انتخاب سره مخامخ كړ ۔ هغه ته و ويل  شول   چى دپوهې اودمعرفت دونې ميوه ونه خوري ۔ خو ادم دخپلې  جوړې يا «حوا »په وسوسې اودشيطان په نفوذ سره له دې امرنه سرغړاوي  وكړ ۔ اودپوهاوي  دونې ميوه  يې  وخوړله ۔ سترگې يې بيرته شوې   ۔ دهغه دروني سترگې بيرته شوې  اوكله چې يې ځان ته  وكتل گوري چې بربنډ دى نود  شرم احساس ورته پيدا شو ٠ داچې دغه بربنډ ذات دشرم اوگناه سره مخامخ كيږي  نو له همدغه ټكي  دانسان تاريخ پيل كيږي. انسان  په خپله  ستونزه اوگناه باندې خبرتيا  پيدا كوي ۔ اوگناه يعنې له  تكليف نه سرغړونه يا د شرع له حكم  نه چې خداى فرمايلي دي سرغړونه ده  ۔ په بل عبارت دا دانسان دداسې اخلاقي موجود په توگه چې په نيك وبد خبر دى دتاريخ پيل دى۔ (۴)

داچې انسان په لومړي وار دخداى له امره سرغړونه كوي اوخداى پرې منت كوي او په دغه لومړۍ گناه سره له جنت نه رابهر كيږي اوداچي ادم ځمكې ته راځي ۔ نو  هغه سوله چې په ازل كې په پورتني عالم اوكښتني عالم كې برقراره وه خپل ځاى دنيكۍ اوبدۍ جگړې ته پريږدي اودادم دزامنو يا زوزاد دژوند كولود ماجرا تاريخ پيل كيږي  ۔۔۔

 

له بلې خوا دكارل گوستايونگ نظر په دې اړوند دغني خان دفلسفي تفكر ښه راسپړنه كوي :  گوستاو يونگ له يوې بلې زاويي ځينې مسايل څيړي .

يونگ ددغه ډول راسپړنې له پاره په لرغونو اساطيرو تكيه كوي اوددې په خوا كې په «مزامير »داوود او«عهد عتقيق»  استناد كوي .نوموړي دهندې اساطيرو افسانو هم زياته څيړنه كړې ده اوپه  دى باور لري ۔البته نوموړي دغه باور په سايكالوژۍ كې      دعلمي څيړنو له مخې تر لاسه كړى دى ۔ دهغه رب النوع دانسان په روان كې ځاى لري ۔ يونگ داسې متعصبانه ليد توگه چې گويا رب النوع دانسان له موجوديت څخه بهر دى يوه غير اصولي  ليد توگه بولي ۔ دهغه په باور رب النوع له دې امله دانسان په وجود كې ځاى لري چې درب النوع تصوير  دروانشناسۍ په ژبه دافكارو يوه پيچلې ټولگه ده چې اركيتايپي(  Archetypal ) خصلت لري ۔ اويوه ټاكلي اندازه انرژى پرې لگيدلي ده چې  دغه ايده په انسان لاسبرې شي ۔ دانسان روح بايد په فې نفسه توگه درب النوع سره دارتباط پيدا كولو وس ولري ۔ يعنې دارتباط اوسازش قوه اودا درب النوع تصوير دى چې دسايكالوژې باندې دپوهي له لارې دغه اړيكې ټينگيږي ۔ خو دا چې صانع څه دى ؟ ځواب وركوي چې صانع دانسان دروح ډير ژور اوبې واسطې محرميت دى ۔

كه گورو چې عين مفكوره په شرقي تصوف كې هم موجوده ده كوم چې يونگ يي »مودبانه  الحاد« هم بولي ۔

اوس نو كه صانع دانسان  دروح په  ډيرو ژورو  بې واسطه محرميتونو كې ځاى لري نو لږ ترلږه دراواپوهنې له مخې  په هماغه نااگاه ضمير يا تحت الشعور كې  يې ځاى نيولى دى ۔ درب النوع ځانگړنې هما غه انسان ډوله ځانگړني دي ۔ څرنگه چې بشريت هميشه په بدلون كې دى نو صانع  هم په تكامل كې دى اوپه بيلابيلو ډولونو ظاهر كيږي دغه بدلون دبشريت له بدلون سره يو ځاى پر مخ ځي ۔   (۵)

دتورات په پنځم باب كې لولو : « دادى  دادم دپيدايښت كتاب ٬ هغه ورځ چې خداى ادم پيداكړ نو خداى ته يي ورته ( يو شان) جوړ كړ ۔ نراوماده يي جوړه كړه اوهغو ته يي بركت وركړ اودادم نوم يي پرې كيښود ۔دهغوۍ دخلقت په ورځ ۔ ۔۔» (۶)   

 

اوس راځو دغني دگوگل شعر  ته اوپه دقت يې لولو .

 

 

گوگل :

 

دې گوگل كې مې دننه          

هم دوزخ دى هم جنت 

دې كې قهر اوغضب دى       

دې كې رحم اوراحت

دې كې پروت يو سمندر دى  

د نشې او د خمار 

دې كې پروت يو تهترين دى    

د لمبو او د ازار

دسپرلي اودخندا                     

چې يو اف يې تور لحد كړي 

دخندا ډكه دونيا                      

دې كې دومره شجاعت دى

چې دكل جهان مرگونه              

يو نظر كې تار په تار

لكه باد اوړي بوسونه           

چې په يره باندې راشي  

زړه ترې غټ دى دمنږك        

داسې رپي داسې تښتي

داوبو څاڅكى ترې كلك        

اوچې كلك شي داسې كلك

لكه      كاڼى د   پولاد            

نه پرې زر توري اثر كه

 نه پرې زركاله فرياد           

دې گوگل كې مې دننه     

 

هم دونيا ده هم قيامت   

داهم لاره هم كاروان دى  

هم تدبير دى هم قسمت

پروت په دې كې ټول داستان دى    

 دجزا اودسزا

خور په دې كې لوى جهان دى         

دوصال اودوفا 

دا هم باغ دى هم خزان دى 

هم بلبل دى هم بهار 

دى كې سره نيازبين گلونه  

اودشنو اوبو شرار

داهم زهر هم زقوم دي

هم گبين دى هم نبات

داهم تور دمرگ څادر دى 

هم چينه ده دحيات 

ده كې پروت داسې شراب دي   

چې يو څاڅكى دهغې

په بدمسته اوسرشاره   كړي

داواړه فرشتې

دى چې ځي په بره درومي 

شي جبريل ورته حيران

چې په بدو باندې راشي 

امان وغواړي شيطان

عجيبه دې يم جوړ كړى  

اى زما خدايه عجيبه  

بې دتانه نور دهر څه 

دهمه يم مركبه

 داداور اونور درياب  

دومره لوى لكه اسمان  

دومره وړوكى لكه څاڅكى  

دومره لنډ لكه يو ان

دا قبه دسوز اوساز 

ولې ولې څه له څه له  ؟

خيشت اوغم راز ونياز 

ولې ولې څه له څله ؟

 اوس نو چې كله دغنې خان شعر ته راځو هغه په عموميت كې انسان اوانسانيت دټول وښيگڼو اوبديو مركز اواصلي هسته بولي ۔ دخير اوشر مبدا اومنشا هم دغه موجود بولي اودا مفاهيم اوعبارات خو ډير واضح دى اودشرقي تصوف اويا صوفي سره  سر خوري ۔

په گوگل كې دننه  دوزخ اوجنت  قهر اوغضب ٬نشه اوخمار  دلمبو اودازار ٬ دلمبو ازار  سپرلي خندا ٬دكل جهان مرگونه اويا :

 

داوبو څاڅكى ترې كلك        

اوچې كلك شي داسې كلك

لكه      كاڼى د   پولاد            

نه پرې زر توري اثر كه

 نه پرې زركاله فرياد           

دې گوگل كې مې دننه    

 

هم دونيا ده هم قيامت   

داهم لاره هم كاروان دى  

هم تدبير دى هم قسمت

 

غني خان دغه موجود دټول داستان مبدا اومنشا بولي ۔ جزا اوسزا خو هم زهر اوهم زقوم ۔ اودټول ښيگڼو اوبديو تجمع  ده :

 

داهم تور دمرگ څادر دى 

هم چينه ده دحيات 

ده كې پروت داسې شراب دي   

چې يو څاڅكى دهغې

په بدمسته اوسرشاره  

كړي داواړه فرشتې

دى چې ځي په بره درومي 

شي جبريل ورته حيران

چې په بدو باندې راشي 

امان وغواړي شيطان

عجيبه دې يم جوړ كړى  

اى زما خدايه عجيبه  

بې دتانه نور دهر څه 

 دهمه يم مركبه

 

نو  دا له يوې خوا دغنې خان ستر فلسفي افكار په گوته كوي اوله بلي خوا دهغه دافكارو ژوروالى په ډاگه كوي ۔

په وروستي شعر كې چې دسوال اوځواب  تر سر ليك لاندې راغلى دى ۔ ډير ښه اوڅرگند تصوفي تعريفونه لري ۔

 

 

سوال ځواب د ليونی او ملا

 

ليونيه ! مکه څه ده؟      

ملا! کور د يو عاشق دی

کوټنئ دی کښی ډيری       

د همؤ رب خالق دی

ليونيه! ايمان څه دی؟      

ملا! دا دی پوخ ګمان

د يو خوب په زړه ليده دی  

د وصلونو د  جانان

ليونيه! جنت څه دی؟       

ملا! ستا جنت پيتی ده

او زما جنت وصال دی       

يو خمار يوه مستی ده

ليونيه! حوره څه ده؟      

ملا! لهر د خمار دی

يوه کرښه ده شفق ده      

د خندا بړبړکئ ده

ليونيه! نشه څه ده؟       

ملا! دا په سيل واته دی

د  مستئ رنګين محل کښی

دا واته ننواته دی

ليونيه! چه لمونځ څه دی؟   

ملا! خاوری ښکلول دی

د جانان کوڅی ته تلل دی   

د اميد ارمان کيدل دی

ليونيه! سجده څه ده؟      

ملا! ځان خاوری کول دی

د مستئ د ګلو هار    

د يار پښو کښی اچول دی

ليونيه! ژوندون څه دی؟

ملا! زه يمه ژوندون

دا زما د خوب ليده دی

د سبا او د پرون

ليونيه! وصال څه دی؟      

ملا! ښيست کښی ډوبيده دی

دا په ستورو ګډيده دی  په سپوږمئ کښی خوريده دی

ليونيه! حسن څه دی؟       

ملا! لهر د خمار دی

يو موسکی موسکی شان خيال دی   

يو نری د رڼا تار دی

ليونيه! ته ئې څوک؟       

ملا! زه د چا ارمان

زه يو ګل د چا د ګوتو    

پروت په پښو کښی د جانان

 

دغني په كلياتو كې كوم سيستماتيك فلسفي تفكر سره نه مخامخ كيږو ٬ بلكې هغه موږ پروبلماتيك هغه ته رابولي دا دوه شيان سره توپير لري ۔ هغه څه چې په سيستم بدل شوي وي اومنظمه  سيستماتيكه   اډانه ولري هغه انسان تحجر اودوگماتيزم ته رابولي ۔ دهغه دتفكر ژوروالي پخپله هغه لويه پانگه ده چې  په بيلابيلو وختونو كې يې خپل نظر مطرح كړى دي اوستونزه يي وړاندې كړېده چې لوستونكى فكر كولو ته راوبولي ۔  نو په دې اساس دهغه دغه فكرې سلسلې ته موږ يو ډول پروبلماتيكه فكري څرگندونه ويلى شو ۔

داچې له ملا نه دغنې خان  درك څه دى  يو لړ سياسي ټولنيز اوفرهنگي عوامل لري چې په راتلونكې كې به پرې  دپښتنو دټولينزى ارواپوهنې له نظره خبري وكړو .

 

  اگست  ۲۰۰۹

--------------

 

۱۔گيورگ ويلهلم فريدريش هگل ۔ تاريخ فلسفه ۔ (ترجمه دكتر زيبا جبلي ) ۰ سخنرانيهاى هگل ) تهران۔۱۳۸۷ ص۲۱۶

 

۲۔گيورگ ويلهلم فريدريش هگل ۔ تاريخ فلسفه ۔ (ترجمه دكتر زيبا جبلي ) ۰ سخنرانيهاى هگل ) تهران۔۱۳۸۷ ص۲۱۶

3.Abdul Ghani Khan and Johan Keats. Written by ShaziaBabar.Pashto Academy. University of Peshawar..

(۴)-عرفان ورندي  درشعر حافظ داريوش اشوري ۔(۵۱مخ

 (۵) يونگ وخدايان ۔                                 ۱۰۴  مخ

۶ـ عهد عتيق    پنځم باب ۔

۷۔دغني كليات ۔دكابل چاپ