رسیدن به آسمایی:17.07.2009 ؛ نشر در آسمایی: 17.07.2009

پروفیسور عیدالخالق رشید

نوی ډیلی  ، هند

د ۲۰۰۹ کال دجولای ۱۶

 

او آسمایی هم آسماني شو ...

 

یو له هغو ځوانو نومیالیو پوهانو څخه چې موږ ونه پیژاند او د ماتی لیندۍ له شسته مو پر موخه او هدف ونه لګید ، هغه هم د کابل پوهنتون د فلسفی څانګې نیمه خوا استاد ارواښاد اسد آسمایی و چې د ۲۰۰۹کال د جولای په (۸) یې له دغې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . زما او اسد پیژندګلوي په کابل پوهنتون کې د محصلۍ له شپو ورځوڅخه وه . موږ په یوه کال پوهنتون ته راغلو او په یوه کال له هغه فارغ شو. د هیواد د روښانفکري غورځنګ د کاروان ملګري وو او له یوه او بل سره مو په ډیرو برخو کې ورته موخې او مرامونه درلودل. یوازې یو څه چې په پیل کې زما او ده ترمنځ د توپیرلامل کیدل ، هغه د زده کړې پرمهال د ده ژور فلسفی درک و چې له موږ ادب زده کړو سره به په ټکر کې واقع کیده ، او ویل به یې چې  : زه په خیالی شیانو ډیر باورمن نه یم ، خو څومره یې چې فلسفی پوهه پخیده او له هغې سره یې د روانپوهنې مزه هم وڅکله نو بیا یې خپله پورتنې خبره هم سمه کړه او د خیال په نړۍ کې د خپلې فلسفي ورکې په لټه کې شو. ځان په عملي او نظري توګه د رښتیاینې درشل ته واچاوه او په دغه برخه کې یې د خپلو نومیالیو استادانو پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکتر غلام غوث شجاعی لاره په پوره ځیرکتیا سره ان د مرګ ترپولې وڅارله . شجاعی سقراطی لاروی شو ، زندان ته لاړ او له هغه وروسته دشهادت جام پرسرواړاوه ، مجروح مهاجرشو او پرمهاجرت کې یې سقراطی پیغام پورته کړ او شهید شو او اسد هم په مجروح پسې لاړاوهلته لکه چې د ایران نامتو لیکوال صادق هدایت هرڅه د وړوکو تماشه وبلل اوله څان سره یې هغه زموږ دشاعرخبره پریکړه وکړه چې  : نه ارزي په دې چې څوانی خاورې کړې ... په ابدي آرامي باندې په هغه شان چې ده ته پیښه شوه  آرام شو.

آسمایی د وخت شوروي ته لاړ او هلته یې خپله ماستري په خپله اړونده څانګه کې واخیسته او له ځانګړي درک او تجربې سره هیواد ته راستون شو او په خپل مسلک کې  د کابل پوهنتون له ښو څوانو استادانو څخه یو شو. د نوې فلسفی په رڼا کې یې په خپلو څیړنو او لیکنو باندې لاس پورې کړ، په پښتو او دري ژبو یې لیکنې پیل کړې او د دغو ژبو د معاصرو او کلاسیکو آثارو په پیژندګلوۍ باندې له فلسفی پلوه بوخت شو او هغه یې په رښتیا هم د نوي فلسفی میتود په رڼا کې وڅیړل ا ویوه برخه داسې خبرې یې د دغو کلاسیکو ویاړونو په اړه ترخوله راووتې چې ګرد سره جالبی ، نوې او د پاملرنې وړوې. د ده دا یوه خبره ډیره جالبه وه چې ویل به یې : موږ تر خارجیانو د خپل ژوند ، ادب ، فرهنګ او اخلاقیاتو په اړه ښه پوهیږو خو له بده مرغه چې تر څو موږ ته زموږ د افکارو په اړه خارجیان څه وانه وایې پر خپل ځان مو باورنه راڅی ...

 آسمایی په دغه برخه کې په دې باور و چې پر ځان ډاډ د کرکتر تر ټولو لوړه وړتیا ده چې باید په خپله یې په کرکتر کې ولټووو.  ده به ویل چې د مولانا او خوشال د پیژندنې لپاره باید که مولانا  او خوشال خان کیدای نه شو نو باید چې رښتینې پیرو او څیرک مینه وال خو یې شو...

هغه د همدغه آر په رڼا کې د خپلووینو او څیړنو تګلاره پیل کړه او په پوره صداقت سره یې هغه وڅارله. په ډیر لږ وخت کې هغه په افغانی فرهنګی او علمي ټولنو کې د نظراو صلاحیت د خاوندانو په ډله کې راغی او په هغه دریځ کې یې ځان ودراوه چې د هردوست او ملګري او شاګرد لپاره یې د تسل او دمه ځای بڼه غوره کړه . آسمایی بیلګه ییز استاد او فیلسوف و.  زه پوره باور لرم چې یو زیات شمیر یارانو د آسمایی له علمی سخا څخه د هغه د بې پروایی او یو شمیر نورو ناچاریو له امله د خپلې ځان ښودنې په ترڅ کې ښایسته ګټه پورته کړې ده چې مثالونه یې لږ نه دي . خو له بده مرغه چې دی له موږه نا سپړلی او نا لیدلی په رڼا ورڅ له لاسه ووت او دا دی نن یې پر ویر باندې له ولسمشره تر کشره پورې د تش په نامه پیغامونو په ترڅ  کې تمساحی اوښکې لکه چې په نورو ویاړونو او پوهانو  مو توی کړې وې په ده هم توی کړې  ، په داسې حال کې چې نن سبا په هیواد کې د سلو نارواوو لپاره  د  رواکیدو لارې چارې جوړیږی خو د سترګورو کسانو او پوهانو د نومونو په اوریدو سره غوږونه کاڼه اچول کیږي ....  همدا ده چې دوی یې باید قاتلان هم وبلل شي او اسد اسمایی هم یو له هغو څخه و چې که چا زړه پرې سوڅولی وای او لاره یې ورته برابره کړې وه  هغه ډیرڅه ، د دغه  سوڅیدلی او معامله شوي هیواد د څوان نسل لپاره ترسره کولای شول چې له بده مرغه نه شول ... په هرډول ... 

آسمایی د ځانګړي منطق او پیاوړي استدلال خاوند استاد و .  ده له معاصرو نړیوالو فلسفی ښوونځیو او د هغو له اصولو څخه ځانګړی درک درلود ، هغو ته یې په انتقادي نظر کتل او هغه یې په ځانګړي انتقادي لید سره د خپل ټولنیز او انفرادی تفکر په شرقی تله کې تلل او عملی کول . د ده له لویو ځانګړنو څخه یوه دا هم وه چې تل به یې د اوسنیو لویدیزو سرسري پرمختګونو سټه په شرقی فلسفه او شعوري وړتیا کې لټوله. دی د کانټ ، ولتیر، روسو ، فروید ، کافکا ،  هګل ، تولستوی ، اندري ژید ، زولا ، مارکس ، ماو لینین او نورو په نظریاتو باندې د زړه له کومي پوهیده ، خو په مقابل کې یې د ده لپاره تر یاد شوو نومیالیو د مخه نور پیاوړي نومیالی لکه کنفسیوس ، زردښت ، بودا ، فارابی ، ابن سینا، مولانا ، رازی ، روشان ، خوشال  او په سلګونو نور هم له نظره نه لویدل ، په دې چې د ده په نظر وروستی وړاندې او وړاندې وروستي دي ...

آسمایی نږدې یو یو نیم کال د مخه خپله یوه منظومه ماته راولیږله ، دغه منظومه په یوه ځانګړي فلسفی لید لیکله شوې ده ، او په هغه کې یې دشکل له مخې هغه تګلاره په پام کې نیولې لکه چې ارواښاده مجروح هغه راپیل کړې وه ، خو د ده له قوله چې د منځپانګې له پلوه دا یو نوی انځور دی چې د خپل وخت هنداره له ځان سره لري...

آسمایی د ډیرو ویلو لایق دی او ډیر څه پرې لیکل کیدای شی ، چې که توفیق رفیق شو، زما په ګډون هغه ډیر یاران درلودل ، چې باور دی ډیر څه به پرې ولیکي .

او په پای کې باید دا هم ووایم چې : آسمایی ترکومه څایه چې ما پیژانده  د خپل ژوند په اوږدو کې په دغه ټکی باورمن و او دا یې د ژوند عملی تګلاره وه  لکه چې مهاتما ګاندي به ویل :

-    که دیوه لیوني سړي په ګولۍ باندې ووژل شم ، زه باید په    هغه شیبه کې وخاندم . په هغه حال کې به په ماکې هیڅ ډول    قهرنه وي،   خدای به زما په زړه اوشونډو باندې وی.خوته له  ماسره یوه ژمنه وکړه چې    :  که داسې څه واقع شي  چې یوه اوښکه دهم توې نه کړې .     

 اروا یې ښاده ، کورنې ته یې د زړه صبرله پاکه خدایه غواړم ...

پروفیسور عیدالخالق رشید

نوی ډیلی  ، هند

د ۲۰۰۹ کال دجولای ۱۶