رسیدن به آسمایی: 23.09.2009 ؛ نشر در آسمایی: 23.09.2009

اجمل روهی

کله چې واوره وريږي ، ولې چوپتيا خوريږي ؟

طبعيت تر ټولو ښايسته دی او زموږ ښکلي تشبيهات که په کلماتو کې وي که په رنګونو او که په بل ډول وي شيره يې له همدې طبعيت نه اخستل شوي وي .

طبعيت هم وخت په وخت خپل رنګ بدلوي او دا بدلون زيات ﻻملونه لري ، چې يو ﻻمل يې هم موسمي دی او په پسرلي ، اوړي ، مني او ژمي کې بېل بېل رنګونه غوره کوي او په هر موسم کې خپل ځانګړی ښايست پروت دی .

د ژمي د کلمې په اوريد سره د زياتو خلک په ذهن کې به دساړه او واروې خبرې راتاو شي . له واورې سره مې د محصلی دورې يوه خاطره هم تړلې ، د محصلۍ په دوره کې ، چې زه په بهر کې وم له ګڼ شمېر نورو هېوادنو هم د هر توکم خلک د زده کړې په موخه راغلي وو .

د ژمي لومړنۍ واوره وريدلې وه او زموږ يو ټولګی وال (( توماس )) ، چې له کيوبا هېواد نه راغلی و ، واورې ته ځير ځيراو په ايرانتيا سره کتل او په احتياط به يې ګامونه اخستل چې ونه ښويږي . د ده په وينا لومړی ځل و ، چې واوره يې په خپل ژوند کې وليده او تر دې د مخه يې يوازې په تلويزيون کې ليدلې وه . د ده تورپوستکی هم په دې سپينه واوره کې په زړه پوری ښکاريده او د رنګ په کچه کې يې جوت توپير ښکاريده .

اوس راځو خپلې پوښتنې ته او هغه دا کله چې واوره وريږي ، ولې چوپتيا خوريږي ؟ ځينې ښايي داسې دليل وړاندې کړي ، چې د واورو په وريدو سره ديخنۍ له امله او همدا راز په سرکونو کې د ترافيکي پېښې د پېښدو د زيات احتمال له امله که څوک ضرور کار ونه لري ، ښايي بهر وتو ته ډېر زړه ښه نه کړي . په افغانستان غوندې هېواد کې ، چې د عايداتو زياتره برخه يې په زراعت ، باغدارۍ او مالدارۍ پورې تړلې ده ، ژمۍ چندان د کار موسم نه دی نو ځکه چوپتيا وي . دغه دﻻيل ټول سم دي ، خو زموږ مطلب د يوه بل علمي ﻻمل په ډاګه کول دي :

په واوره کې څه جادو ده ، چې يو ځل ټول اوازونه په کراره شي او چوپتيا زموږ پاملرنه وراړوي . بلې د واورې په وريدو سره د غږ يا اواز په غبرګون يا انعکاس کې بدلون راځي . کيدی شي کله ، چې تاسو له يوه کور نه بل کور ته کډه کوئ دې ته مو پام شوی وي ، چې په خالي کوټه کې غږ يو ډول او وروسته له دې ، چې په قاليو ، ټغر ، لمڅيو او نورو باندې کوټه فرش شي اوازونه بل ډول وي .

هر څومره ، چې په کلک شي باندې دغږ څپه لږيږي همدومره ښه غبرګون لري او برعکس هر څومره ، چې په نرم او پوست ځای باندې لګيږي غبرګون يې کمزوری وي .

واوره هم يو پوست فرش اويا نرمې بړستنې ته ورته ده او تازه اوريدلې واروه 90 په سلو کې له هوا نه جوړه ده ، په نامنظم توګه پر يو بل اېښودل شوي کريستالونو تر منځ هم خاليګاوې يا تشيا موجودې وي او يوه پېړ ځک ته ورته وي . کله چې د غږ څپه پر واوره ولګيږي ، هر لوري ته خپره شي او او بېرته غبرګون يې ځواکمن نه وي او يوه برخه يې په خپله واوره کې هم پاتې شي او په دې توګه د غږ يوه اندازه انرژي په واوره کې الونيا شي او له منځه وﻻړه شي .

ځينې پوهانو په اوړي او ژمي کې ازميښتونه هم کړي او د ځانګړې مايکونو دکارولو په واسطه ورته په ډاګه شوې ، چې له هماغې تومانچې نه چې په اوړي کې ډزې شوي وې په واورين ژمي کې يې غږ ډېر کمزوری وي .

اوس راځئ ميندو او پلرونو ته هم يوه توصيه وکړو ، که چېرې ستاسې ماشومان په ژمي کې بهر لوبې کوي او تاسې غږ ورته کوئ او دوی ځواب نه درکوي ، نو هيله ده ورته په غوسه نشئ !!!