03.02.2017

سلیم شاه

د اکبر کرګر د نوی څیړنیز اثر«غني  د شګو په محل کې » مخکتنه

نن د سه شنبې ورځ  د جنوري د مياشتي وروستۍ ورځ وه .  افغان ليکوال، شاعران او فرهنګپال را ټول شول . دوى نن په يوه سيمه ييز رستورانت کې سره جرگه شول . او د اروپايي ليکوالو په څير چې  په کافه او ځمک لاندې رستورانونو کې را ټوليږي او هلته  خپل زړونه تشوي . دوى هم دا کانه وکړه .  خو د معمول په څير تر هغو چې افضل ټکور،  سليم حيات او نور راتلل . په دې او هاغې يې بحث کاوه .

له هيواده ليرې والي  او ده يواد ستونزه  يوازې د چار واکو او پنځه واکو خبره نه ده . کيداى شي دا واکان  دومره انديښنه ونه لري  لکه هغوی چې له هيواده ليري دي او شپه اوورځ دخپل صنم (وطن ) غم ژاړي.

دلته د غربت ستونزه ده . له هيواد دليرې والي درد ،دخپل چم گاونډ ،کلي اوکوڅي ؛ښار اومالت نه دپرديوالي غم ،دټولو ناستو کسانو شاعرانو اوليکوالو يا په اصطلاح (گل هاى سر سبدهاى جامعه افغان ) دمخونو په رگونو اوگونځو کې همدا غم بريښي .

هغه چې کلونه تر مخه هم دې هيواد ته راغلي د بيرته ستنيدو  له تلوسې سره يې شپې او ورځي تيرولي . د ستيندنگ تلوسه يې لا په ذهنونو او رگونو کې مړه نه بلکې په جوش کې وه . لا تر اوسه په دې فکر کې دي  چې يو وخت به خپلو جونگړو ته ستانه شي . يو وخت به د خپلو اقاربو هديرو ته ودريږي  او د دوعا لاسونه به پورته کي . خو دا وس او دا  توان لا چيرته دى . تاريخ هره ورځ خپل نوش دارو د زلمو په ککريو کې څښي . هيواد لا د جنگ او جگړو په اور کې سوځي . دا يې يوه خوا .خو له بلي خوا يوې ډلي جواسيسو . مرتدو په نوم مجاهدو مشرانو، د ځمکو غاصبانو، د ملک او ملت د شتمنيو لوټوونکو ټول وطن له ستوني نيولي . انسان وژونکواو د دين او خداى سره د درواغجنو په منگولو کې ايسار دى . د وطن انسان هم ورو ورو او قدم په قدم  له خپلو سننو او ارزښتونو ليرې وځي . انسان خپل ارزښت له لاسه ورکوي . او د کامو د مير ساولت خبره يې ځاى نيسي چي وايي :

«نن مور مړه شوه . ښايي پرون مړه وه . نه پوهيږم . دزړو له کوره راته تلگرام راغئ : چې مور مړه ده . سبا خاورو ته سپارل کيږي . په درنښت » . دا هيڅ مانا نه لري . ښايي پرون وه .

دلته که د کامو خبره دهيواد په مفهوم کې پلې کړو ؛ نو څه ؟ هيواد  ، ټاتوبى ؛ د پلار او نيکه مړستون . د ژوند او حيات يواځينۍ ځاى . له همداسې بې پروايي سره مخامخ دى . جنگ سالار هم له پايڅي را ويستلي او د دين ټيکه دار هم .

يوازې جنگ او جگړې  دا بى پروايي نه ده را منځ ته کړې . بلکې د دين او مذهب په نامه پلورل شويو توکو، جواسيسو يو نوى فرهنگ زيږولي دى . د هيواد د سودا کولو فرهنگ . په دوه توته د خرڅولو فرهنگ .  او....

اوس انسان له خپل انساني دريځه په هيواد کې واټن نيسي . يوازې د قدرت، ثروت او شهوت مريان او غلامان دي . ټولې رسنۍ ټوله ورځ د غلا او د غصب خبرونه خپروي  .څوک د خپلې کونې د شليدو داستان وايي او څوک  د قتل اوغلا . خو کومي دي هغه سترگي چې وشرميږي . اوحيا وکې . وايي چې دقيامت په ورځ به د بې حياوو او بې شرمو کسانو سترگې په تندې کې وي . راشئ وگوري ايا زموږ په هيواد کې همدا اوس قيامت نه دى راغلی  .

خو موږ د خان عبدالغني خان  په شعر او ژوند باندې د يو څيړل شوې کتاب تابيا کړي ده . که د غني خبرو ته ځير شو هغه همدا پيغام لري . د همدغه بې شرمو، قام شرمو او وطن شرمو توکو رسواکول کوي .

بياهم  خبره زموږ د غربت په ناورين کې وه : د برتولت برښت الماني شاعر او درامه ليکوال چې همداسې زموږ په څير رنځونه يې گاللي  دلته د خپلو خبرو د حسن اختتام په توگه را نقلوو:

„زه برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم ،مورمې !كله چې مې دهغې په تن كې ځای درلود ،ښارونو ته راغله :

نو دتورو ځنگلونو ساړه به دمرگ تر ورځې پورې زما په تن كې  وي ·

برښت وايي

رښتيا چې په يو تور اوتورتم دوران كې ژوند كوو ·

كليمات بې گناه اوبې عقل بريښي ·

ورين تندی ،دبې حسۍ نښه ده · هغوۍ چې خاندي ،تر اوسه يې لا ډاروونكی خبر نه دی اوريدلی ·

څه دوران دی ،

چې دونو په باب خبرې كول،

تقريبا يو جنايت دی

ځكه دا ډول خبرې

د بې شميره وحشتونو په وړاندې خوله تړل دي ·

*

دا وار غونډه  د ليکوال اکبر کرگر په نوې چاپ شوې اثر باندې وه  دا اثر چې دپښتو د مشهور شاعر خان عبدالغني خان په افکارو او اشعارو باندې څيړنه ده  او د ماته يو درياب د نور را په نوم چاپ شوى دى. خبرې وې . د غونډي په سر کې خبري وروستې راغلي شاعر افضل ټکور پیل کړې .  سره له دې چې هغه ته کتاب يوه دوه اونۍ تر مخه ورسپارل شوي وو . خو وې ويل لومړۍټوک ېې چې کلونه وړاندې چاپ شوې وو . پخوا لوستې خو د وروستى ټوک ېې پاڼې اړولي  او له بده مرغه په لوستلو  ېې تر دې شیبې نه دئ توانیدلی .

هغه د خپلو خبرو په سر کې وويل : موږ دلته د غني دشعر ارزونه نه کوو؛ بلکې دلته په غني باندې د کرگر د کار ارزونه کوو.

هغه زياته کړه : غني هغه پښتون ليکوال دى  چې د نړيوال ادب نه اغيزمن دى . زيات ليکوالان په دې باور دي چې : په غني باندې څه ويل گران دي  خو کرگر دا کار په ډيره اسانې ځکه کړى  چې يو عمرېې غنې لوستى او لټون يې کړى دى . په غني خان باندې د کرگر لومړى کار چې په شپيتمو کلونو کې يې تر سره کړ هم غنيمت کار وو . په هغه مهال يو نوښت وو . خو کرگر دې کار ته دوام ورکړ؟

زماپه اند غنی یو صوفی شا عر دئ ښه به وی که پخپله کرگر صيب هم دا وضاحت ورکړی چې غني يو صوفي  شاعر وو اوکه نه ؟  . خو کرگر سم دواره وويل : که کتاب ولوستل شى د دې پوښتني ځواب پخپله هلته  شته .   ټکور وويل : ماته دا خبره واضح نه ده  چې ايا غني کوم ډول صوفي و . خو په هر صورت  غني  يو ناسپړلې کتاب دى چې لوستلو ته اړه لري .

له افضل ټکور  نه وروسته  شاعر غلام محمد کامه وال په لڼډه توگه خبري وکړې  او د کتاب دچاپ او خپريدو مبارکي يې ورکړه .

وروسته وار شاعر  نظيف تکل ته ورغئ . نظيف الله تکل وويل ما دا کتاب يعنې دکتاب دويم ټوک په دقت ولوست. . کتاب ټولي نوې خبري لري . د غنې فلسفي افکار ؛ د غني ښکلا پيژندنه  د غني عرفاني نظريات . د غني ملا چرگگ شعر او د سليمان (ع) ملکه سبا ؛ منصور حلاج  او غني خان   او غني او ملا  او داسې نور ډېر مسايل لري .

بايد وويل شي چې غني خان ته پښتانه هغه وخت متوجه شول چې سر دار علي ټکر دغني کلام موسيقۍ ته داخل کړ اودا خبره کرگر هم کړې ده . کله چې دغني له کلامه اهنگ اوسندره جوړه شوه  خلکو ته دپوهيدو وړ هم شو . دې کار دا خبره هم بې ځايه ثابته کړه چې ځينو به ويل دغني کلام وزن نه لري . موسيقي ثابته کړه چې دغني کلام له هر څه زيات  اهنگين اوموزون دى .

ددې ټولو خبرو  سر بيره  يو ليکوال دخپل رسالت له مخې را پاڅيږي اودا روښانه کوي  چې شاعر غني خان دکومو افکارو اوکومو عقايدو له پاره شعر بستر وگرځاوه . اوڅرنگه يې وکړاى شول دغني خان تفکر ته داخل شي  . چې دا کار کرگر په ښه طريق کړي دى .

کرگر څرنگه وکړاى شول دخلقت په باب دغني مفکوره اوباورونه وڅيړي . دملا چرگگ يا هد هد يا دسليمان دمرغه په نون شعر يې يو مثال دى .

يا دمنصور حلاج په باب يوه څيړنه چې  ماته يو وخت معما وه  خو کرگر را سپړلې اوښه يې يې شنلي ده  زه پرې ډېرې خبري نه کوم . خو دخپلو خبرو په دې برخه کې  دومره وايم چې وياړم چې داسى يو ليکوال شته چې دغني محبوبيت يې زيات کړ اوزموږ نسل ته يې غني را وپيژاند . خپلې خبرې په خپل يو شعر چې کرگر يار ته مې ويلي  اواهدا کړى دى . پاى ته رسوم :

دشعر سر خط دى : نبض

تا قلم پر کاغذ ايښى

شيبې په څوکې څارې

تنهايي درسره ناسته

دسکوت سره غږيږي

دا ته څومره زړور يې ؟

چې تورتم کې

 له تورتمه روايت کړې !

تا قلم پر کاغذ ايښى

دماشوم سندرې اورې

دوطن نبض دې نيولى

ناگهانه په خندا شې

چې يې غږ دزړگې

حس کړې !

 دا ته څنگه ليونى يې ؟

 چې دقبرو له څنگ تيريږي

ورکې ايښې

ستوري شميرى

تا قلم پر کاغذ ايښى

ددې لوبې تماشه کړې

خپل درد په لاس کې زبيښې

اوبل نسل ته کيسه کړې .

نظيف الله تکل  جنوري ۲۰۱۷ 

د تکل له شعر وروسته وار سليم حيات ته ورغئ .

سليم حيات هم وويل  : ما کتاب نه دى لوستى . خو لومړى برخه مې وکتله . ځينو خلکو په غني دکفر فتوى ورکړې وه اودهر چوکاټ نه يې بهر گڼلي وو . خو داچي غني په کومه کورنۍ کې پيدا شوى  دپښتنوالي يو سمبول اويوه نښه ده . غني زړور شاعر وو .دخانئ موسسې هغه ته دا جريءت ورکړى دى چې په زغرده خپله خبره وکړي . غني واقعيتونه ويلي دي . په غني باندې دکرگر څيړنه داسې يو څه دې چې غني يې يو وار بيا را ژوندى کړ . گوندې اغيارو  پر هغه خاورې اړوي .

په غني باندې په څيړنه کې مقايسې اوپرتلنې ډېرې په زړه پوري دي . لکه دخيام اوغني پرتلنه :

له سليم حيات نه وروسته وار سپين تڼي ته ورغي . هغه وويل : زه لنډې خبري کوم . همدومره وايم له کومه ځاېه چې ما دکتاب عناوين ليدلي  دي کرگر دغومبسو ځالې ته لاس اچولي د ي . په کرگر کې هم له مسلکي اوهم دڅيړنې له مخې دا زړورتيا وه اوشته چې دغني فلسفي اوتصوفي نړې ليد روښانه کړي .  زما په نظر ماته يو درياب دنور را اثر بايد  په ډير دقت ولوستل شي .  زه کرگر ته ددې  مهم کار مبارکي وايم اوبرى يې غواړم .

دغونډې په پاى کې وار عبدالوکيل سوله مل شينواري ته ورغئ . څرنگه چې هغه ډيرې خبري يادښت کړي وې . کتاب يې هم په ډير غور لوستي وو . نو له سره يې وويل چې زه به په پاى کې خپلې خبري وکړم . سوله مل وويل: په غنی خان تر اوسه ګڼ سیمینارونه جوړ او ګڼ اثار خپاره شوی دی خو کرګرصا حب لومړنی افغان ووچې په هغه یی نږدې دیرش کاله دمخه  د بشپړڅیړنیز اثر پیل وکړاو اوس ېې د ها غه اثر سره بله څیړنه مل کړه . غنی هومره چې دده د خلاقیت ، ښکلا ، فلسفه او عرفان

دي لا هم ډیرو څیړنو او څپړنو ته اړ دئ خو د کرګر صا حب نوې څیړنه او شنه تر ټولو هغو چې تر دې دمه کښل شوی دي بشپړه او له نوښته ډکه ده . په دې اړه دکرګر صا حب دمخه دغنی خان په اړه د یوه اثر“د رنګ او نور شا عر“ لیکوال سید عا بد جان خبرې رااخلم :

 ددې لیک په لوستلو زه بغیر د څه ملا حظې نه په دې ویلو مجبور یم چې دا لیک زما د هغې نه په هر لحا ظ جا مع ، هر اړخیز ژور او پر مغز دئ. دا اثر د ستر غنی خان په جما لیا تی فلسفه کې بیخی نوې څیړنه ده .

کرګر صا حب ددې اثر د څیړنې لپاره نه یوازې د هغو فلسفی او عرفا نی مکتبونو د سرلارو اثار په بیا بیا لوستی او شنلي دی . بلکې په غنی خان لیکلی اثار یی هم یو یو له نظره تیر ،کره او نفد کړی دي.

سوله مل وویل : غنی لا هم  نا سپړلی کتا ب دئ . دا که په بل قوم او ملت پورې تړلی وای اوس به پرې بیشماره اثار ، ادبی څیړنیز مرکزونه او فلمونه جوړ وای . هغه د ایران د یوې شا عرې فروخ فرخزاد او صا دق هدایت مثال راوړ.

غونډه ما ښام په نهو بجو پا یته ورسیده .

*

په همدی اړه نور مطالب:

- غني  د شګو په محل کې