30 اپریل 2016
محمود نظری
دلته هر سړی من دی
دلته خورد نسته هر سړی دی من
دلته دانه نسته هرسړی دی درمن
په خبرو او پوهه کی ټول لرو سور رنګ
دعمل به وخت کې مو رنګ سي د کورکمن
دا وطن له لویدیځه دلمر تررا ختو نه ودانیږي
ځکه پوه سړی رعیت سوی غل سړی واکمن
موږپه خپلوخبرو او پوه اسمانونه ګزوو
په عمل کې د قصابي مخکې ته پراته یو پمن
خپل ته لکه غالبوزه بز بز کوو
پردو ته لاس په نامه ولاړ یو دردمن
غیران او واک ته بلکل ایمان نه لرو
پردو نه دوست خپلو ته یو دښمن
دا ټوله دلاسه د څو پردو واکمنو
داڅو دی په شمېر دلته د سپي زامن
دانګورو هغه ټوله کوارچه ورستیږي
چې په یو واښکي کې یودانه وي رنځمن
داوطن به هغه وخت دخیر ه جوړسي
چې په واکمنو کی پيدا سي یو لږ تر من