21.01.2016

بسم الله اکبري

پریږده چې وژاړم!

هوا ډیره یخه او کنګل وه. په همدې سړه هوا کې له کوره بهرووتم. ټول چم ګاونډ د یخنۍ په منګول وکې راګیر، ته وا هر څه له ساړه بوږنیدل. خو په همدغه یخنۍ کې په سړکونو د ګړندیو موټرونو ګڼه ،ګوڼه او په پلیو لارو کې خلکو تګ راتګ کاوه .

ناببره مې ځینو کسانو ته پام شوچې تر څنګ او یا د مخه یې ډول، ډول سپي ځغلي. یوي بوډۍ میرمنې او ورسره سپي مې پاملرنه راجلب کړه. له لنډه کي درنښت او روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل نن ډیرساړه دی هسې نه ناروغه نه شی.  هغې راته په موسکا او مینه ځواب راکړ: هو رښتیا ساړه دی خو ما او زما ګلالي ماسک نومي سپي تاوده او وړین کالي اغوستي او یوه شیبه به د پارک په شاوخو اکې قدم ووهو. زموږ خبروته ماسک هم څک غوږونه نیولي اوسینه یې په ګرمه، وړینه کورتۍ پوښلي او د مړې خیټې د تاودو خواړو ګرم بړاسونه یې له خولې ایستلږ

شاوخوا مې چې پام شو ډیریو سپیو ژمني کالي په تن کړي او د خپلو څښتنانو سره خرامان، خرامان روان او په مخکې یې ځغلي 

د لوی پارک په یوه ګوښه کې په یوه لرګینه څوکۍ کښیناستم او د سترګو په رپ کې مې د ټپي اوغمګین احساس ګوربت د خپل وران، ویجاړ وطن په لور والووت او د ژمي په دې یخنۍ کې مې د څیرو او شکیدلو خیمو ببر سره ، چاود مخي ، پښې لوڅي او څیري ګریوان ماشومان او د نوم ورکو شهیدانو ویتیمان تر سترګوشول. هفوی  چې په خیټه وږي او په تن لوڅ د خپلوغمګینو میندو له غیږې پرته بل پناه ځای او اسره نه لري. خدایږو په زړه مې اوربل او په کریغو، کریغو ژړا سر شوم او په وړینو کورتیو کې پوښل شویو سپیو ته مې له غمه او درده کتلای نه شول . په غمجنه او بې وسه ژړا مې د زړه اور مړ او په ټپي، ټپي احساس کورته راستون شوم او د خپلو ویرجنو او غمجنوافغانانو په یاد مې دا غمګینه او ترخه شیبه په دغه کړیکه انځور کړه.

افسوس، افسوس ارمان، ارمان دی       خالي میدان دی سترګې چاته واړومه

د زر او زور د غدارانو د نابودی په هیله!

۲۰/۱/۲۰۱۶ هالینډ