23.01.2016

اسد زمری

د  «پټې خزانې» په هکله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سر خلاصی لیک

پټه خزانه چې د افغانستان د ستر فرهنګي شخصیت خدای بخښلي ښاغلي علامه عبدالحی حبیبي په زیار او هڅو تر لاسه شوه، د چاپ له وخته یې داسې ګونګوسی او لیکنې په ډاګه شوی چې دا اثر ګواکی پخپله علامه لیکلی دی ، په دی وروستیو کې هم ښاغلی داکتر صبورالله سیاهسنګ په دی باره کی د لیکنو یوه لړۍ په فیسبوک کې پیل کړی ده .

اوس چې د مدرنې تکنولوژی پرمټ د موندل شویو شیانو قدامت چې میلیونو کلونه هم پرې تیر شوي وی تثبیتیدی شی، ولی باید د صورې منطق او د انګیزسیون د دوری په میتودونو د دغه ارزښتناک اثراصالت او د علامه حبیبی د ستر کار ارزښت تر سووال لاندی راوړل شي .

زما وړاندیز دادی چې د «پټې خزانې» موندل شوی متن دې یوه با صلاحیته او بیطرفه اختصاصی لابراتوار ته ولیږل شي تر څو یی قدامت،  اصیل توب او دیا هغه خلاف ثابت شی

په درناوۍ