02.02.2017
اکبر کرگر
د سرکار تر ذنې لاندې
د هټۍ د دروازې په خلاصولو سره نادر هم د مرمۍ په څير له جانان سره جوخت هټۍ ته ورننووت . دروازه يې په شاه پسې پورې کړه او تر هغو چې جانان ځان جوړاوه . دروازه يې کونډه او جانان يې له مرۍ ونيوه . په زور يې پس خانې ته کړ. چاړه يې له واسکټ نه را وويستله . اوپر مرۍ يې ورته کيښوده . په دوه درې واره کشولو يې د جانان سر جلا کړ ؛ سترگې يې بټې د سر په کاسه کې پاتې شوي . ژر يې خپله چاړه او ويني پاکې کړې . جانان يې پس خانه کې نور هم ټيله کړ . او په تراټ يې د دوکان ټول قيمتي څيزونه په جيبونو کې واچول . هڅه يې وکړه چې خپله حوصله مندي جوړه او سړه سينه کړي . پر وارخطايي لاسبرى شي نو لومړى يې د دروازې له درزه بهر وکتل . سهار لمونځ قضا مهال دى ؛ ځينې خلک چې د کار په لور روان دى خوبيولي او سترګې په لار کې په خپلو سوکانو موښي له يوې نيمې هټۍ لوگى را پورته دي . چو په چوپيا خپل راج چلوي .
نادر په منډلو او درنو گامونو له دوکانه ووځي ؛ د خپل هستوگنځي په لور روان دى . جيبونه يې پړسيدلي دي ؛ “ نن يې پوره کار کړي دي . ياره! سم عمليات يې وکړل . هټۍ چې د لوى ښار په منځ او امنيه قوماندانۍ ته څيرمه موقعيت لري . د هيڅ چا باور نه راځي چې دلته دې غلا او ډاکه پريووځي . گوندې غل خو څه چې ان پيريان تگ راتگ وکي“
هغه د خپل هستوگنځي لوېې دروازې ته ورنږدي کيږي . سلام اچوي . د تل په څير پراخه ټنډه او له خندا ډکه خوله پيره دارانو ته گوري . هغه له يو څه مودې را هيسې دزندان د لوي چارواکي په اجازه بهر تگ راتگ کوي . په نرمه ژبه او له خندا ډکه خوله سلا م اچوي . د خولي روغبړ کوي . او بيا خپلې کوټي ته وردننه کيږي . يوه شيبه کښيني . دمه جوړوي . بيا له ځايه پاڅيږي . دخپلي تنگي وړې کوټي دروازي کلکوي . اوپه خپله چټله او گډه وډه بستره کې ستوني ستاغ څملي .
بيا له ځايه را پاڅيږي غلا شوي د سرو زرو کالي اوپيسې په خپله بستره کې ؛ په بالښت او زاړه لرگين بکس کې ږدي . سر يې قلفوي . يو څه په خپلو زړو کاليو کې تاووي . ښه ورته ځير کيږي . له ځانه سره وايي ؛“ دې ته وايي عمليات . هم مې جنت ته واستوه اوهم مې جنت جوړ که . په جنت کې جنت . دبل له پاره جنت دځان له پاره جنت . اخ! جنته! له نامه دې ځار شم .“
بيا يوه شيبه له سره په خپله گډه وډه بستره کې ستوني ستاغ څملي .
پورته د کوټې چت ته گوري د کوټي په چت کې چې له پاسه کوم وخت د باران اوبه راغلي اوزيړه ليکه يې ويستلي ده . دجانا ن څيره يې سترگو ته کيږي . کوټه يې په سترگو کې ټوله سره بريښي. شاوخوا د وينو ډنډ ويني . د جانان څيره يې مخي ته دريږي . په کټ کټ ورته خاندي . ورته وايي ښه توره دې وکړه . زه دې حلال کړم . زه دې ووژلم . خو گوره زما وينه په ځمکه تويه شوي نه ده . هغه د اور بڅرکي دي اوستا په رگونو کې ځغلي . ستا په رگونو کې اوس زما وينه ده . زما وينه به تا ارام ته پري نه ږدي . بې غمه اوسه .
نادر يو وار را پاڅي . توبه باسي . کليمه وايي . شيطانه کور دې وران شه !
بل آوا ز يې په غوږونو کې بنگار کوي . „دشيطان کور ولي ورانوي . ته خو يو پوره مسلمان يې ؛ شيطان تاته گوته په غاښ دى ؛حيران دى . هغه کارونه چې ته کوي دشيطان په قاموس کې هم نشته .“
نادر له دې سوچونو نه په تنگ راځي . سترگي يې تور خوري ژر راپاځي . بهر ته د اوداسه له پاره نه درومي . په څادر تيمم وهي . اوزر په لمانځه دريږي . دوه رکعته نفل کوي . سلام گرځوي . غواړي فکر بدل کړي خو وسوسه يې په وجود کې لاره کوي ټول رگونه يې پړسيږي . لکه يوڅه چې گواهي ورکوي .
له ځانه سره وايي .“ څوک خو به پوه شوي نه وي ؟؛ چا خو به ليدلي نه ووم ؟؛ د افندي د هټۍپه خوا کې خو به بل هټيوال نه يم ليدلي؟ . . له ځانه سره وايي . نه نه! هغه مهال هيڅوک نه ول .“
دجانان د سر په کاسه کې بټې سترگي چې په وروستي ليدو يې په ذهن کې پاتي وي اوغاښونه يې چيچل په ياد ته را ځي . ترهه يې ترې راځي ؛ غونى يې زيږيږي ؛ دوجود ويښتان؛ په لاسونو ويښتان اودسر ويښتان فکر کوي نيغ دريږي . هيندارې ته گوري . له ځانه سره وايي:
„مړه مه مې ځوروه . خو ته نه لومړني يې اونه هم وروستې ؛ که ژوندى ووم ستا په څير ډير به نور هم جنت ته وليږم . زما کار څه دې؟ دجنت دټکټونو پلورل . فکر کوم مور به لا بل داسې نادر نه وي زيږولي . يوازې نادر دى چې دا زړه لري . زړورتوب لري له چا يې سترگه نه سوځي . اودچرگانو بڼکي باسي . دچرگانو سرونه جلا کوي . تنه يې يو چيرې اوسريې بل چيري . چرگان ؛ چرگان درته يادوم . فرق نه کوي چې کوم بانگي دى اوکوم چرگوړي خو چې مال ولري؛ مال. اودايې هم ته ! جانان چرگ . کاشکي خو هغه غټ بانگي هغه دهټۍ اصلي خاوند افندي مې گوتو ته راغلي واى چې سم دبرات شپه اودلويي اختر ورځ مې ورته ورښوولي وايى . خو ځه غم يې مه کوه . افندي چې تر څو ژوندي وي همدا عذاب يې بس دى ؛ هغه بې له هغه هم دپيسو مجنون دى ؛ پيسې اوسره يې له لاسه ورکړل . په ژوندونې په مرگ حساب دى .
کور دې گډ شه . په دومره پيسو اوجايداد څه کوي . دا خو زما در سره حلال حق دى . ما خپل حق درنه واخيست . زه اوس گرځه ليونيه .
گوره ! ( له ځانه سره ) دا خو نه اوله کيسه ده اونه اخيره چې ژوندي يې ډير څه به وويني.“ اوبيا يې کيسه ذهن ته راځي . له ځانه سره وايي::
„زما په فکر خو ولا که پاڼه هم ورپيږي . سودا گاني مه کوه . دنور چا يې . . . لنډ که !چې زما دمخ سترگي به څوک وشميري . د خپلې تسلي اوډاډ له پاره يوه بله کيسه په خپل ذهن کې را تداعي کوي چې څنگه يې د کابل په ختيز کې يو ماښام مهال يو گاډي چې خپله هم په کې سپور وو ودراوه . د گاډي خاوند يې په يو ترپ اوخرپ کې حلال کړ. سر يې ورته د غوړيو په پيپ کې پټ او ټوټه يې پرې واچوله . جيبونه يې ورته لوټ کړل . اوبيا يې پر لاره په يو پټي کې ښخ کړ . کله چې ماښام مهال کابل ښار ته را ننووت نو گوري چى په يوه سينما کې يو ښه هندې ناچ والا فيلم چليږي . له ځانه سره وايي ورځه دا فيلم هم ووينه . دادې شي دوه . بيا په سړه سينه فيلم گوري او لس منټه تر مخه چې فيلم خلاصيږي را ووځي ، بيا د کور په لور خوځيږي . لاسونه پر ي مينځي . بيا کور ته ورننووځي ارام خوب کوي . هغه دا مهال په همدې سوچونو کې و چې .... همدا وايي غم يې مه کوه سودا مه کوه . هر څه به خداى اسان کا.
(۲)
ورځ نيمايي ته ورغلي ده . د افندي دوکان مخه پوليسو اوهټيوالو نيولي ده . گڼه گوڼه بيخي زياته ده . هر څوک هر څه وايي. هر څوک دغه بې رحمه غله او وژونکي ته گوته په غاښ دى . پيښه په وروستيو کلونو کې ساري نه لري . غل نه يوازې غل دې بلکي ډير بې رحمه اوپه زړه سخت لکه کاڼى دى.
افندي سر اوتندى وهي . دپوليسو له سر مامور نه تاوان غواړي . وايي څنگه په رڼا ورځ ستاسو تر ذني لاند ې زما هستي اونيستي لوټ کيږي؟ ولې يو بيوزلي مزدور په دومره بې رحمۍ وژل کيږي؟ . زما د لکونو پيسو مال لوټ کيږي دابه څنگه پيدا شي ؟ څوک به يې پيدا کړي ؟ دپوليسو دنده څه ده ؟
هغه دپوليسو سر مامور ته وايي زه به د لوي مقام په مخ کې خپل سر اوتندي ووهم . ستاسو له لاسه به ورته گريوان څيرې کړم که زما غم وخوري . زما مدعيان چې تر هغو پيدا کيږي همدا تاسي ياست .
سرمامور چوپ ولاړ دي په دلاسايني ورته وايي . ته سودا مه کوه ټول کارونه به خدا ې سم کړي . دا غل نه شي پټيداى دا به هرومرو پيدا شي . اوپه خپله سزا به ورسيږي .
سرمامور چې له ځانه اودافندي له کړو اوغوراډبو ډاريږې . هغه چې په شته دم ودستگاه کې ان تر بره پيژندگلوي لري په خبرو يې شک اوشبه نه کوي . نو اړ کيږي چې په يو چا گوته کيږدي تدبير وسنجوي . اوهغه د چا خبره قلمداد کړي . دافندي د تسلي اوډاډ په خاطر وايي : تر هغو چې زه دا ډاکو پيدا نه کم خپل ماموريت به پريږدم او خپل يونيفورم به په تن نه کم . ته بې غمه اوسه . ډاډه اوسه !
خلک خوريږي . جسد پورته کيږي ،سر مامور خپل دفتر ته درومي . له څو تنو سره مشوره کوي . پريکړه په دې کېږي چې دڅنگ دوکان خاوند ونيسي . هغه يو سماوار چي دې . ورته وايي ته په کې لاس لري . سماوار چي سبا دڅو تنو عسکرو په وسيله نيول کيږي اورا وستل کيږي .
له هغه څيړنه پيل کيږي . په پښو اولاسونو کې يې زولني اچول کيږي . ترې پوښتنه کيږي .
ارومرو دا غلا تاکړي اويا له غلو سره شريک يې . هغه له ډېر وخت وروسته دې پايلي ته رسيږي چې اوس نو له پيښې تيښته نشته ؛ تدبير سنجوه اوځان خلا صوه .
په شپو شپو فکر کوي . له ځانه سره فکر کوي . څنگه له دې جنجاله ځان خلاص کم؟ . لکه چې دبوسو په تول کې کښيوتم . دلته خو پوښتنه اوگرويږنه هسې هم نشته . ماشومان ،کورنۍ اودسماوار کارونه هم ويجاړ شول .
فکريې د څو کالو وړاندې پيښو ته ورگرځي . يو مهال يې يوه تربور له وروره سره په کلي کې شخړه درلوده . دهغه ورور يې وواژه . دهغه بې عزتي يې وکړه . دکلي دخلکو په مخ کې يې وواژه اوس دهغه ورور بيا دکسات سوچ په سر کې گرځوي . هغه هم بده ورځ وه . که زه ماشوم نه واىى په هماغه ورځ به ما هم . . . . . . له هغه ډار په کار دى . په زړه مې ورته غوټه ولاړه ده . بايد له کسات اخيستلو تر مخه دهغه چاره وشي . اوله دې پلندۍ هم بايد ځان را وباسم ..
سر را پورته کوي . دزندان دخيرني کوټي دروازې ته يې پام کيږي . نادرخان ورته ټک ټک کوي . ورورکه لکه چې ته نوى راغلي يې ؟
خيريت خو به وي ؛ موږ خو کهنه گي(زاړه ) يو . که کوم امر وخدمت وي راته ووايه . دا زندان دى له يو بل سره به مرسته کوو.
بيا ترې پوښتنه کوي ؟ څه خبره ده ؟ ته ولې راوستل شوې يې ؟
زما دسماوارنه اخوا څو دوکانه وړاندې يو دوکان غلو وهلي دي اوپه هغه کې يې زه قلم داد کړي يم .
نادر وايي : خداى دې دا ظالمان تباه اوبرباد کۍ ؟ چې مظلومان زوروې . څه غلا شوې وو ؟ مال ډير وړل شوې وو ؟
- يوازې مال وړل شوى نه وو ؛ بلکې مزدور يې هم غلو حلال کړي وو.
اى لاسونه دې ور مات شي . خداى دې تباه اوبرباد کي چې مظلومان هزاروي . دهغه مزدور به نفقه خور نه وو ؟ ظالمان دى تباه شي . وروره زه راغلم که څه ته اړتيا لري . چې درته را يې وړم ؟
- نه کور دې ودان خداى دى خير درکي .
سماوار چې بيا په هماغه لړ کې په فکرونو کې ځي او د څيړونکي خبرې يې په ذهن کې تاويږي .
موږ ته مدعي راوښايه، کنه نو ته مدعي يې ،قتل دې هم کړى او غلا دې هم کړي ده . ووايه موږ ته کيسه روښانه که ؟“
-ماته وخت راکۍ ؟
- همدا اوس يې ووايه.
-زه خو دروغ نه شم ويلي .
-موږ نه وايو چې ته دروغ ووايه بلکي رښتا ووايه .
- په ځان دروغ ووايم ؟
-نه په ځان دى رښتيا ووايه . تا ولې غلا اوداسې کرکجن جنايت وکړ ؟
(۳)
شپه له نيمايي اوښتي ده . د کابل هوا لکه ليونۍ سپۍ خوله لگوي . د کور دننه آرامه ارامي ده خو په دروازه باندې ديوه بى دريغه گوزار په اٽر د کور خاوند له خوبه د خوب په کاليو کې را پاڅيږي . هغه چې نوې ېى خوب ته سترگې پټې کړې و ې له سترگو يې خوب تښتي . دروازې ته را ځي . د څوک يې غږ کوي . له مقابل اړخ نه اوري .
موږ پوليس يو . رحيم الله مو په کار دى . هغه چې په گومرک کې مامور دى .
رحيم الله لومړي اوتر بريښي وايي: په دې شپه دپوليسو راتلل دڅه له پاره ؟ خو زړه ټينگوي د هغو له ډير ټينگار وروسته دروازه بيرته کوي .
په رښتيا دوه درې تنو پوليسو سره مخامخ کيږي . هغوى دننه را بولي . خو پوليس ټينگار کوي چې ته بايد ورسره قوماندانۍ ته ولاړ شي . هغه حيرانيږي . ډاډ ورته ورکول کيږي چې قوماندان غوښتي ېى . سبا سهار به بيرته راشي . هغه دغاړې جامي بدلوي اوورسره په گاډي کې حرکت کوي .
رحيم الله په توره شپه ېو نامالوم ځاى ته وړل کيږي . هلته اچول کيږي . بالاخره په دې پوهيږي چې هم پرې د غلا دعوه شوې اوهم په قتل تورن دى . شاهدانو پرې شاهدي هم ويلي ده . په رڼا ور ځ ليدل شوى دى . چې په دوکان ورننوتى اوجانان يې وژلي دې . رحيم الله چې هر څه ټينگار کوي د هغه خبره نه منل کيږي . د قوماندان په وينا هغه په زور اوجبر اعتراف کوي .په خپل ځان باندې ناسم اوجبري اعتراف ته اړکيږي . پخپله هم فکر کوي چې گويا ما په رښتيا دا جنايت کړي . په شپو شپو وهل کيږي . يوه ورځ له ورځو بيا تحقيق ته غوښتل کيږي . هغه ته ويل کيږي: :
موږ سم رپوټونه لرو تا دافندي دوکان وهلي اودهغه مزدور دې هم وژلى دي . موږ ته هغه مال چې تا له دوکانه پټ کړ را وښايه تا پرې څه وکړل اوولي دې دا سې جنايت وکړ ؟ هغه حيرانيږي .
دغلا او قتل تور د رحيم الله اندامونه لړزوي ؛ لاره اوگودر ترې ورکيږي يو نااشنا ځاى ته را وړل کيږي . نوي کسان دي . شپي اوورځي تيروي عجيب اوغريب کسان . د شپي له خوا ټول را ټوليږي . قطې لوبي او کله نا کله جواري کوي . په دوي کې چرسيان، بنگيان او په بيلابيلو ناروغيو اخته کسان دي يو چا خپل پلار وژلي دى هغه هم په دې ډله کې ناسته ولاړه لري . يو چا بل څوک وژلي يو چا ورور وژلي اودهغه په کونډه يې نکاح کړي اوچې حکومت پرې خبر شوي نو بيا يې زندان کې اچولي . خو اوس رحيم الله هم دې تورو دروازو نه دننه شوي دې. يوازې چرتونه اوفکرونو اخيستي دى . له ځانه سره په ډول ډول انديښنو کې ډوب دى.
هغه له ډېرو وهلو ټکولو وروسته نور له اده باده ووځي . اوبالاخره دغه جرم چې هډو په خيال کې يې نه گرځيدل په ځان پسې تړي وايي: هو ما غلا کړي ده . ما سړي وژلي دې . خو هغه په همدغه زندان کې دبنديانو دشپي دټوليدو ډير ښه شاهد دى . يوه شپه ټول بنديان ناست دې څلور پنځه تنه دې . څراغ لگيدلي دقطو لوبي کوي په هغو جواري کوي . نادر هم ددې ډلې يو تن چې په ظاهره دټولو سره سم اوښه چلند کوي .
په جواري کې ډيرې پيسې له لاسه ورکوي . حيرانيږي وايي لږ صبر وکي : پاڅيږي اوله خپل بکس نه يو وار دسرو زرو يوه گوته ږدي. هغه هم بايلي. اوبيا دسرو بنگړى اوبيا بل څه ! رحيم الله ديو تعليم يافته زلمي په توگه دا ټوله صحنه په دقت څاري . خو په خوله غږ نه کوي . په دقت اوځير ځير ټوله صحنه څاري . له ځانه سره سوچ کوي . دا څنگه بندي دى چې دسرو کالي يې په بکس اوبستره کې ساتلي دي اوله قوماندانۍ سره هم نږدې اړيکي لري؟
دا اوداسې ډير فکرونه رحيم الله په فکر کې اچوي .
دولايت واکمن ته هم احوال رسيږي چې غل اوقاتل پيدا شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
والي حيرانيږي امر کوي چې دا غل يو وار دهغه حضور ته ورولي .
امنيه قوماندان دڅو تنو عسکرو سره رحيم الله په زولنو کې لاس تړلي په گاډي کې اچوي او د والي حضور ته يې وړي . والي ترې پوښتنه کوي :
تا ولي دومره ستر جنايت تر سره کړ ؟
هغه په ځواب کې وايي ؟ بس زه جاني اومجرم يم . ما ووژنئ ! ما قتل کړى او ما دوکان وهلى دى . دا ځکه چې ستاسو دواکمنۍ په قلمرو کې پوښتنه نشته ؟
والي په قهر کيږي ؟
-- هغه ورته وايي : والي صيب تاسې مه په قهر کيږي . ما غلا په پرده کې کړي ده .غواړم خبره يې هم په پرده کې وساتم . که ته غواړي چې زه ټول حقايق اوخپل مجبوريتونه ووايم چې زه ولې دې غلا اوجنايت ته اړ شوم نو له ما يوازې پوښتنه وکه . زه اوتاسي به يوازې خبري وکړو .
والي نور هم حيرانيږي وايي سمه ده . .
قوماندان له دفتره ووځي . والي خپل دفتر والا ته وايي چې څوک را پري نه ږدي .
اوس نو کيسه کوه اوډاريږه مه .
زه به درته ټوله کيسه وکړم خو په دې شرط چې...
سمه ده ؛سودا مه کوه !
والي ټوله کيسه اوري . په حيرت کې لوييږي . حرانيږي چې دقتل اووژنو اداره ټوله دهغه تر ذنې لاندي ده . ټول جرمونه هغه ته له نږدي دفتره اداره کيږي . دجوارۍ کيسه اوري . دنادر اوقوماندان په اړيکو پوهيږي او په نويو اسرارو يې سر خلاصيږي . په دې هم خبريږي چې هغه په ازادانه توگه بهر تگ اوراتگ کولي شي .
صيب څو شپي تر مخه ستا سو په همدې زندان کې زندانيان چې قسماقسم خلک په کې دي، ناست ول . جواري يې کوله . يو تن ډيرې پيسې بايلودي . زه په جواري کې دخيل نه ووم . ما يې سيل کاوه . يو تن ډېرې پيسې بايلودي . اود خپل باخت دجبران له پاره جگ شو يوه دسرو زرو گوته ؛ بيا يې يو بنگړې اوبيا يې دسرو والي کيښودي . زه نه پوهيږم اوته هم فکر وکه چې دغه بندي چې دا څو کاله کيږي په دې زندان کې بندي دي دا سره زر اودسرو گاڼه له کومه کړه . ؟ ته ووايه . ؟
والي په چرت کي ځي . وايي . ښه . نور
- بله داچې ته دې زما لاسونو اوزما مټو ته وگوره . زه په دې لاسونو يو قوي سړي را پرزولي شم اوبيا يې حلالولي شم .
- ما په ټول عمرکې يو چرگ هم حلال کړې نه دى ؟
- نو په تا چې چا شاهدي ويلي له هغه کس سره څه دوښمني لري ؟
- هو صيب . دهغه سره موږ پخوانۍ دوښمني لرو . دهغه کورنۍ په پخواکلونو کې زما ورور وژلي وو . په نه څه خبره يې ورسره خوله گډه شوي شوي وه اوبيا هغوى ډير ول زه کوچني ماشوم ووم چې په کور را وختل اوزما مشر ورور يې وواژه .
والي درحيم الله په خبرو کې په حيرانۍ کې ځي او قوماندان ته امر کوي چې رحيم الله بيرته خپلې کوټي ته بوځه . دوسيه يې وځنډوۍ. نور ورته عذاب مه ورکوي . هغه خوارکي هسې هم په خپل جرم اعتراف کړي دا يې ښه کار کړي دي خو دوسېه يې ماته راوړي چې زه يې ټول اعترافات بيا له سره وگورم .
(۵)
نادر چې يوازې لس وررځي يې خلاصيدو ته پاتې دې . په خپله کوټه کې ستوني ستاغ پروت دى . دجانان څيره يې سترگو ته راځي . له هغه سره را ز ونيا زکوي . دټکسي ډريور سر يې په لاسونو کې ټوپونه وهي . جانان ورته په بټو بټو گوري . ورته وايي :
„له ما خلاصيدا نه لري . که ته ځانته نادر وايي نو زه هم جانان يم . مالومه به شي . ستا په رگونو کې زما وينه ځاي لري . زما په وينه کې باروت وو . هغه تا نه پريږدي . ته به ارام ونه شي کړاى . اوس ته زما په منگولو کې يي . ټکسي ډريور يې. دگاډي په يوه درنه اوسپنه په مغزو گوزار کوي . جانان يې په مرۍ پريووځي . مرۍ يې خپه کوي . ناڅاپي له بهر نه نادر ته غږ کيږي . هغه له سره بلي محاکمي ته وړل کيږي .
نادر بيا هم منکريږي واى دخداى له پاره دا څه اورم زه يو بندي يم . زه څنگه کولي شم ؟
خو هيات يو ټيم چې دهغه دتحقيق په جريان کې دهغه ټولي غوټي اوکالي پلټلي دي نور سره زر هم ورته په مخ کې ږدي وايي دا دچا دي ؟
هغه حيرانيږي .چوپ پاتي کيږي . بيا ورته وايي : په هغه شپه چې دې جواري کوله اودسرو کالي د ي په دا وکې کيښودل هغه دې له کومه کړي وو . ؟
نادر حيرانيږي؟ ساه يې تنگيږي . نوره چاره نه لري . جانان اوټاکسي ډريور ورته وايي : موږ دپيښو شاهدان يو دې بايد په ټولو خبرو اعتراف وکي . په نور و زيات شمير جناياتو دې اعتراف هم وکي“.
نا څاپه يو سر تيرې اوڅوتنه راځي . نادر له خوبه پاڅوي . دخيال دونيا يې له واقعيتونو سره يو ځاى کيږي . ورته وايي ته يوه بله ډيره خطرناکه قضيه لري . ستا بند په تماميدو نه دى . راځه له موږ سره ولاړ شه !
دسمبر ۱۸ کال ۲۰۱۶