رسیدن به آسمایی: 16.01.2010 ؛ نشر در آسمایی: 16.01.2010

سیدعبدالله ولي زی

 

پښتو نړيوال مرکز پرانيستل شو


د پښتو نړیوال کنفرانس د پریکړې پر بنسټ چې د پښتنو د ټولو فرهنګي حوزو د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ او د اغیزمنو اړیکو د ټینګولو او ساتلو لپاره دې پښتو نړیوال مرکز جوړ شي، نو د ۱۳۸۸ كال دمرغومې دمياشتې په ۲۵مه د ۲۰۱۰ کال د جنوري په ۱۵مه د جمعې په ورځ د سهار په نهه بجو په كابل ښار كې د پښتو نړیوال مرکز پرانیستل شو. په دغه غونډه کې د افغانستان د اوو حوزو استازو، د میرمنو د بهیرونو غړو، څانګپوهانو، رسنیو او زده کوونکو ګډون كړی وو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا خپره شوې وه د دې غونډې موخې په لاندې توګه په ګوته شوې دي:

۱. د پښتو نړیوال مرکز بنسټ اېښودنه

۲ . د دغو اوو حوزو د کلتوري او ادبي ټولنو تر یوه چت لاندې راوستل

۳. د لا ښه نظم لپاره د لارو په نښه کول

۴. د همغږۍ د پیاوړي کولو لپاره میکانېزم جوړول

غونډه د قرآن پاک په تلاوت سره چې قاري صاحب عبدالله کامه وال تلاوت کړ پیل شوه. د قرآن پاک د تلاوت وروسته ملي سرود وغږول شو او ټولو ګډونوالو د ملي سرود د درناوي لپاره په ځایونو ودرېدل.

د ملي سرود د غږولو وروسته دروند استادمحمد آصف صمیم صاحب د غونډې پرانیستونکې وینا واوروله، استاد په خپله وینا د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په چارو رڼا واچوله او هغه یې یو ګټور بنسټ وبللو او همدغه شان د پښتو نړیوال مرکز پرانیسته یې د پښتو ژبې لپاره نیک زیری وګڼلو.

د استاد د وینا وروسته ډاکټر صاحب ابراهیم شینواري د پښتنو په وړاندې پرتې ستونزې، د افغان کلتوري ټولنو د جرګې تجربه، د پښتو نړیوال مرکز اړتیا، موخې، حوزې، د کار ډول، د اړیکو وسیلې، او د نننۍ غونډې موخې اود ګروپي کارونو کار دود د یوه Presentation له لارې ګډونوالو ته وړاندې کړ

د غونډې په دې برخه کې خبر شو چې د پښتو ژبې تکړه شاعر او لیکوال عبدالله غمخور له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي، د پښتو نړیوال مرکز د پرانیستونې غونډې ګډونوالو د ده مړینه یوه ضایعه وګڼله او د ده کورنۍ، ټولو افغانانو، کلتوري اوفرهنګي کړیو ته یې ډاډ ګیرنه ورکړله او د لوی څښتن تعالی دربار ته یې د دعاوو لپې اوچتې کړې.

ډاکټر صاحب دوران فیضان د پښتو نړیوال مرکز د ویبپاڼې په اړه مالومات ورکړل او د هغې د کارولو لارې چارې یې برخوالو ته ښکاره کړې. د نوموړي په دغه Presentation کې دغه حوزو ته لارښوونه وشوه تر څو هغوی خپل مالومات د دغې ویبپانې له لارې چې هرې حوزې ته پکې کړکۍ جوړه شوې ده وړاندې کړي. د لا ښې لارښونې لپاره یې یوه بیلګه وړاندې کړه.

د میرمنو د ادبي بهیرونو په استازیتوب آغلې توبا ندا ساپۍ خبرې وکړې، نوموړې د میرمنو د ادبي بهیرونو په شالید رڼا واچوله او د بهیر څانګې یې په ګوته کړې او له ولایتو څخه د راغلو میلمنو یې وغوښتل تر څو په هغو سیمو کې چې میرمن بهیر نشته دوی دې له میرمن ادبي بهیر سره مرسته وکړي چې په هغه سیمه کې هم دغه بهیر پرانیستل شي.

د نوموړې د وینا وروسته د چای لپاره وقفه وه چې په دغه وقفه کې ګډونوال چې مخکې د اوو حوزو له خوا ټاکل شوي وؤ په اوو کاري ګروپونو ووېشل شول او د وقفې وروسته یې په کار پیل وکړ. د ګروپي کار وروسته د غرمنۍ او لمانځه لپاره وقفه وه چې د وقفې وروسته یو ځل بیا کاري ګروپونو په خپلو ګروپونو کې خپل کارونه بشپړ کړل او د ګروپي کارونو په پایله کار وشو، پایلې د Presentations له خوا وړاندې شوې چې هرې حوزې د ولایت په کچه او دحوزې په کچه دوه دوه کسانو پښتو نړیوال مرکز ته وروپیژندل او یو تخنیکي کس یې په ویبپاڼې کې د اړوندې کړکۍ د چلولو لپاره معرفي کړ د هرې حوزې په استازیتوب لاندو کسانو خپل راپورونه وړاندې کړل.

د لوی ننګرهار په استازیتوب نجیب الله نایل

د میرمن ادبي بهیر په استازیتوب رڼا محمدي

د هرات حوزې په استازیتوب ډاکټر حمیدالله نیازي

د شمال زون یا د بلخ او کندز زون په استازیتوب ذبیح الله احساس

د لوی کندهار په استازیتوب هارون حکیمي

د مرکزي حوزې یا کابل په استازیتوب منیراحمد احمدي

د لویي پکتیا په استازیتوب نوراجان بهیر خپل راپورونه وړاندې کړل.

د کاري ګروپونو د پایلو د وړاندې کولو په ترڅ کې ډاکټر صاحب خوشال روهي د پښتو نړیوال کنفرانس سره د مرسته کوونکو څخه یې مننه وکړه او هغه تکړه ځوان (اجمل ګلاب) ته یې ستاینلک ورکړ چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې لپاره یې کور په کرایه کړی دی.

لکه چې ویل شوي وو په غونډه کې به تفریحي پروګرامونه هم شته، خو د کاري ګروپونو د کار د ځنډ او د وخت د کموالي له کبله د غوڼدې د ډېرو ګډونوالو په غوښتنه تفریحي پروګرامونه ترسره نه شول.

د هیرولو د نه وي چې د دغې غونډې ویندويي ښاغلي فروتن او ولي زي کوله او نژدې ماښام د بادغیس څخه د راغلي مولوي محمد اسماعیل د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.

***

يادونه:

پښتو نړیوال مرکز د نړۍ پر مخ د ټولو پښتنو د فرهنګي کړنو د همغږۍ او اړیکو یو مرکز دی چې سکرتریت یې په کابل او څانګې یې په ټولو هغو سیمو کې شته چې هلته پښتانه اوسېږي او کلتوري او فرهنګي فعالیتونه کوي. د نړۍ د ټولو پښتنو د کلتوري هڅو منظمول او همغږي کول او د دوامداره، ګټورو او متقابلو اړیکو جوړول، تعقیبول او ساتل یې لید لوری دی. او چارې به یې د ډله يیز او منظم کار پر بنسټ، ستونزو ته د وړاندیز شوو لارو پلي کول او د فرهنګي فعالیتونو ښه تنظیم او انسجام وي. د دغه مرکز چارې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا ترسره کېږي.